Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اندازه ولګوئ چې دا صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم دي، دا خو هٰغه هستيانې دي د کومو پۀ وسيله چې به زمونږه پۀ شان د خلقو پۀ پلِ صِراط اساني نصيب کيږي، آؤ جي! د روايتونو مطابق کوم خوش قِسمته چې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره محبت کوونکے وي، د قيامت پۀ ورځ باندې به جبرائيل امين عَلَیْهِ السَّلَام د هغۀ د پاره پۀ پلِ صِراط باندې خپلې وَزَرې مبارکې غوړوي چې هغۀ پۀ اسانۍ سره پۀ پلِ صِراط باندې تير شي. ([1])
فضل ربّ سے دو جہاں میں کامیابی پائے گا دل سے جو شَیدا ہوا اَصْحاب و اہل بیت کا([2])
هر صحابيِ نبي! جَنَّتي جَنَّتي ټولې صحابِياتې هُم! جَنَّتي جَنَّتي
څلور ياران د نبي! جَنَّتي جَنَّتي حضرتِ صديق هُم جَنَّتي جَنَّتي
او عُمر فاروق هُم جَنَّتي جَنَّتي عُثمانِ غني جَنَّتي جَنَّتي
فاطِمه او علي جَنَّتي جَنَّتي دي حسن حُسين هُم جَنَّتي جَنَّتي
والدين د نبي جَنَّتي جَنَّتي هره زَوجۀِ نبي جَنَّتي جَنَّتي
او ابُو سُفيان هُم جَنَّتي جَنَّتي دے مُعاوِيه هُم جَنَّتي جَنَّتي ([3])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د کومو پۀ صدقه چې پۀ پلِ صِراط باندې د نجات ميلاؤيدو طمع لرو، اندازه ولګوئ چې دوئي به پخپله د پلِ صِراط د ويرې نه څنګه ژړل، دومره پۀ تکليف سره به يـې ژړل چې ليدونکو له به هم ژړا ورتلله.