Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

اچولے وي، خو اغوستل يـې آسان نه دي * مونږ به جنازې له اوګه ورکړې وي خو د جنازې په کَټ کښې څملاستل او په څلورو اوګو باندې اوچتيدل آسان نه دي *مونږ به ډير خلق قبر ته کوز کړي وي، ياد ساتئ! قبر ته کوزول آسان دي، خو قبر ته کوزيدل آسان نه دي. معامله واقعي چې ډيره زياته ګرانه ده. لږ تصور خو اوکړئ! لکه څنګه چې د مالوچو په ډيري کښې ازغنه څانګه کيښودلے شي او په يو چَک راښکلے شي، که داسې زمونږ د بدن نه رُوح راښکلے شي، چې زمونږ د بدن هره حصه په درد او تکليف کښې شي، تکليف هم څنګه...؟ د زرو [1000] تورو د ګُزار نه هم زيات سخت...!! بيا په دې خراب حالت کښې زمونږه د حال پوښتنې والا هم څوک نه وي، زمونږه *مور پلار * اولاد * خوئيندې وروڼه * خپل خپلوان *  زمونږه نازونه وړونکي زمونږ د کټ سر ته ولاړ وي * او څوک هُم زمونږه مدد نشي کولے * ټول به ګوته په خُله پاتې شي * مونږه به چا ته خپل غم هم نشو بيانولے، آه! زمونږ نه ګير چاپيره به چغې سورې وي او مونږه به د چا سره خبرې هم نشو کولے * زمونږه مال * زمونږه دولت * زمونږه بينک بيلنس * زمونږه ګاډي * زمونږه محلونه * زمونږه بنګلې *زمونږه طاقت او قوت * زمونږه عهدې او منصب * زمونږه ډګريانې هر څه به هم داسې پاتې شي * زمونږ د بدن نه به اغوستې جامې هم لرې کړے شي * خالي کفن به راته واچولے شي * بيا به زمونږه مينه وال * نازونه وړونکي * پخپله په خپلو اوګو باندې مونږ اوچت کړي او په تنګ او تيارۀ قبر کښې به مو څملوي * په خپلو لاسونو باندې به راباندې خاورې واړوي او واپس به لاړ شي * مونږه به د هغوئي د قدمونو آواز اورو خو مونږ به هغوئي ته غږ نشو کولے، آه! * دا تکليف کوم چې مخکښې کله هم نه وو رارسيدلے * داسې تنهائې د کومې سره چې مونږه کله هم نه يو مخ شوي * داسې ويره چې داسې ويره به مونږه کله هم نه وي ليدلې، بيا صرف په دې