Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

او زه يـې د آسمان په لور بوتلم * ما يوه فرښته اوليدله، د چا په لاس کښې چې يوه غټه ګټه وه او د هغه مخې ته يو انسان وو فرښتې به هغه ګټه د هغه سر ته راچوله د کومې سره چې به يـې دماغ راوتل او يو طرف ته به بهيدل او ګټه به بل اړخ ته ورغړيدله، ما پوښتنه اوکړه: دا څوک دے؟ فرښتو اووئيل: وړاندې تشريف يوسئ. * وړاندې مې هُم يوه فرښته اوليده کومې چې خپلې مخې ته د پروت انسان کله ښے او کله ګڅ وښکے د اوسپنې په سيخ شلولو او تر غوږونو پورې به يـې رسولو، ما اووئيل: دا څوک دے؟ فرښتې اووئيل: وړاندې تشريف يوسئ. * زه چې وړاندې لاړم نو د وينې يوه وَله مې اوليدله کومه چې د کَټوئ په شان خوټکيدله، په هغې کښې بربنډ [يعنې لَغَړ] خلق وو او د وَلې په غاړو باندې فرښتې د خاورو لوټو په لاس موجودې وې څوک چې به هم د وَلې نه بهر وتلو هغه به يـې په لوټه ويشتو په کومې چې به هغه بيرته وَلې ته غورځيدلو تر دې چې د هغې بيخ ته به رسيدو، ما پوښتنه اوکړه: دا کوم خلق دي؟ فرښتو اووئيل: وړاندې لاړ شئ. * زه وړاندې لاړم نو ما يو کور اوليدو د کوم لاندينئ حصه چې د بره حصې نه ډيره تنګه وه، په دې کښې هُم بربنډ خلق وو په کومو پسې چې لاندې وور بليدو او دومره سخا بوئي ترينه راتللو چې ما د هغې نه د بچ کيدو د پاره خپله پوزه اونيوله او پوښتنه مې اوکړه: دا څوک دي؟ فرښتو اووئيل: وړاندې تشريف يوسئ. *وړاندې چې لاړم نو اومې کتل چې په يو تور خَټ باندې ليوني خلق دي او د هغوئي شاته ځائے کښې وور پوکلے کيږي کوم چې د هغوئي په خُلو، د پوزې په سورو، په سترګو او غوږونو ووځي، ما پوښتنه اوکړه: دا کوم خلق دي؟ ما ته اووئيلے شو: وړاندې لاړ شئ. * زه چې وړاندې لاړم نو د وور نه ډکه زمکه کښې دننه مې يوه قيد خانه اوليده په کومې چې يوه فرښته مقرره وه، د هغه وور نه چې به څوک هم راوتو نو فرښته به ورپسې کيدله تر دې پورې چې هغه به يـې بيرته هغه ځائے ته غورځولو، ما پوښتتنه اوکړه: دا کوم خلق دي؟