Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ما ته وکتل او مُسکے شو. زۀ ډير حيران شوم، ما پوښتنه وکړه: اے اَميرُ المُؤمِنين! تاسو وړومبے اِستغفار وکړو (يعنې د الله پاک نه مو د ګناهونو معافي وغوښتله) بيا مو ما ته وکتل او مُسکے شوئ، پۀ دې کښې څۀ راز دے؟

زما دا پوښتتنه يـې چې واوريدله نو حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ما ته يوه واقعه بيان کړله (د خپل تير وخت يو ياد يـې تازه کړو) اوئې فرمائيل: يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سورلۍ باندې تشريف فرما شو، ما ته يـې پۀ ځان پسې د کښيناستو شرف راعطا کړو او (لکه څنګه چې نن مونږ د حِرَّه پۀ لور روان يو، هم داسې) د حِرَّه پۀ لور روان شولو، پۀ تلو تلو کښې هغوئي د اسمان پۀ لور مخ کړو، بيا يـې دا ولوستل (څۀ چي ما ولوستل چې):

اَللَّهُمَّ ‌اغْفِرْ ‌لِي ‌ذُنُوبِي ‌إِنَّهُ ‌لَا ‌يَغْفِرُ ‌الذُّنُوبَ ‌أَحَدٌ ‌غَيْرُكَ

ترجمه: اے الله پاکه! زما ګناهونه اوبخښې، بے شکه ستا نه علاوه څوک هم د ګناهونو بخښلو والا نشته.

بيا هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما طرف ته نُوراني مخ راوړلو او مُسکے شولو، پۀ دې باندې ما هم هٰغه پوښتنه وکړه کومه چې تا هُم زما نه اوکړه چې يا رَسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د دې عمل مبارک څۀ حِکمت دے؟ هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: اے علي! چې کله بنده د الله پاک نه د ګناهونو معافي اوغواړي نو الله پاک د هٰغه بنده نه خوشحاله شي او مُسکے شي، بس هم د الله پاک د دې مُسکا پۀ وجه زۀ هم مُسکے شوم. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلې خبره ده...!! اَوَّل خو پۀ دې روايت کښې د مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ انداز ته وګورئ! د هغوئي د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره محبت ته وګورئ! هغوئي پوره طور هٰغه نقشه جوړه کړه، خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سورلۍ تشريف فرما شوے وو، مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم پۀ سورلۍ تشريف فرما شو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ ځان پسې شاته کښينولے وو، مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم حضرت علي بن ربيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ځان پسې شاته کښينولو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حِرَّه پۀ لور روان شوے وو،


 

 



[1]... مصنف ابن ابی شیبہ، کتاب الدعا، باب ما کان یدعو بہ ...الخ،  جلد:7، صفحہ:63، حدیث:12 ۔