Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

باندې پۀ قبر کښې د اسانۍ زيرے ورکولے شي خو دا کوم حديثونه چې مونږ اوس اورو، پۀ دې کښې چې د کومو نيکو اعمالو فضيلت بيان شوے دے، هغه ډير ځانګړے دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې حديثونو کښې فرمائيلي دي چې کله بنده دا نيک عمل کوي نو ضَحِکَ اللہ يعنې الله پاک هغه بنده ته اوګوري او مُسکے شي.

سُبْحٰنَ اللہ! د الله پاک مُسکا څنګه ده، دا به هغۀ ته پخپله ښه معلومه وي، يقيناً د هغۀ مُسکا داسې نه ده، لکه څنګه چې زمونږه مُسکا ده، الله پاک د بدن او د بدن د لوازماتو نه پاک دے، د هغۀ شان ډير اوچت دے، د دې حديثونو پۀ شرح کښې علمائے کرام فرمائي: د الله پاک د مُسکي کيدو معنیٰ دا ده چې کله بنده دا کارونه کوي نو الله پاک د هغۀ نه ډير زيات راضي کيږي او پۀ هغۀ باندې ډير رحمتونه نازلوي. ([1])

  سُبْحٰنَ اللہ! څومره زبردسته خبره ده...!! اوس د خوشحالو ورځې دي، خلق د خوشحالو کولو پۀ نوم پته نه لګي چې څۀ څۀ کوي، د خندلو او خندولو د پاره په يو بل پورې د ټوقو جُملې وئيلے شي، يو بَل تنګوي، د دروغو لطيفې وئيلے شي او پۀ زوره خنداګانې وي، دوستان ملګري يو ځائے ته راجمع شي او شور او ځوګ کوي، درز غوبل يـې جوړ کړے وي، کله پۀ يو پورې خندا کيږي او کله پۀ بَل پورې، کله د يو زړۀ ازارولے شي او کله د بَل، افسوس...!! د خوشحالو دا غير اخلاقي انداز زمونږه پۀ معاشره کښې ورځ په ورځ زياتيږي.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اِسلام د خوشحالو مخالف نه دے، اِسلام خوشحالو ته وده ورکوي، څومره به ښۀ وي چې د خوشحالو پۀ دې موقعو باندې او بيا د دې نه پس ټول عمر هٰغه اعمال وکړے شي چې کله بنده هغه کار کوي نو الله پاک هغه ته ګوري او مُسکے کيږي (يعنې


 

 



[1]...  شرح مشکاۃ للطیبی، جز:4، صفحہ:1204، تحت الحدیث:1228۔