Pul Sirat Ke 7 Marahil

Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil

سيد الطّائِفَه (يعنې د وَليانو سردار) هم وئيلے کيږي. هغوئي د سلسله عاليه قادريه يولسم [11] شيخِ طريقت دے، د حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوولسم [17] شيخ دے. يعنې حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پيرانو د پير حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ پيرانو کښې دے. د دې نه اندازه ولګوئ چې هغوئي به څومره اوچته هستي وي.

تذکرةُ الاَوليا کوم چې د خواجه فريد الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کتاب دے، پۀ دې کښې ليکلےشوي دي: د حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله اخري وخت راغلو نو هغوئي پۀ سجده پريوتلو او پۀ ژړا شو. خلق پۀ دې حالت باندې ډير حيران شول، عرض يـې وکړو: عالي جاه! تاسو خو ډير زيات عبادت ګزار يئ (تاسو روزانه 400 رکعته نفل ادا کول، 20 کاله داسې تير شول چې چرته درنه تکبيرِ اُولیٰ هم قضا شوې نۀ وه، هر نـمونځ به مو د تکبير اُولیٰ د جَمعې سره ادا کولو، ټوله ټوله شپه به مو پۀ الله! الله کولو تيروله، نو خلقو عرض وکړو: عالي جاه! تاسو خو ډير زيات عبادت ګزار يئ، ټول ژوند مو پۀ عبادت او رياضت کښې تير کړے دے) د دې باوجود اوس پۀ اخري وخت کښې دومره ژاړئ، د دې څۀ وجه ده؟

اوس د وليانو د سردار حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ايمان تازه کوونکے، زړۀ دردوونکے او د الله پاک د ويرې نه ړچوونکے جواب واورئ! اوئې فرمائيل: زۀ د دې وخت نه زيات کله هم د ژړا محتاج نۀ ووم، دا يـې چې ووئيل نو هغوئي د قرآنِ کريم پۀ تلاوت کښې مصروف شو، لږ وخت پس يـې وفرمائيل: د دې قرآنِ کريم نه زيات څوک هم زما همدرد نۀ نشته ، زۀ دا وخت د خپل ټول عمر عبادت پۀ هوا کښې زوړند وينم، کوم چې تيزه سيلۍ اخوا ديخوا ړقوي، ما ته معلومه نۀ ده چې دا هوا به زما عبادتونه د الله پاک پۀ حضور کښې حاضروي که لرې کوي به يـې، بل طرف ته ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام او پلِ صِراط دے او زۀ د قاضِي عادِل (يعنې د الله پاک) طرف ته پۀ توجه سره د حکم