Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
شپه ده کومه چې د زرو مياشتو نه بهتره ده * نن د سلامتيا شپه ده * نن د فرښتو زمکې ته د راکوزيدو شپه ده. د حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے، سرکارِ عالي وقار، د مدينے والا تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چې کله شبِ قدر راځي نو د الله پاک پۀ حکم باندې حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام يوه شنه جنډه راخستې د فرښتو د لوئي فوځ سره زمکې ته نزول فرمائي او هٰغه شنه جنډا پۀ کعبه شريفه باندې لګوي، د يو روايت مطابق د دغه فرښتو شميره پۀ مخ د زمکه د شګو نه هم زيات وي، دا ټولې سلام او رحمت راوړي او نازليږي. پۀ حديثِ پاک کښې دي: د حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام 100 وَزَري دي، پۀ کومو کښې چې 2 وَزَري صرف پۀ دې شپه پرانيزي، هٰغه وَزَري پۀ مشرق او مغرب کښې خورې شي، بيا حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام فرښتو ته حکم کوي چې نن شپه کوم مسلمان پۀ نـمونځ يا ذِکرُ الله کښې مصروف دے د هغۀ سره سلام او مصافحه وکړئ او د هغۀ پۀ دعاګانو باندې امين هم ووايئ! نو فرښتے د هغوئي پۀ حکم باندې عمل کوي او تر سحره پورې دغه سلسله جاري وي. ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن د برکتونو والا شپه ده، الله پاک دې د ننۍ مبارکې شپې پۀ برکت مونږه ټول بے حسابه اوبخښي. مونږ ته دې د پل صِراط نه نجات راعطا کړي * الله پاک دې د ننۍ شپې پۀ برکت مونږه پۀ پلِ صِراط پۀ حفاظت سره تير کړي، چې پۀ دې خطرناکه لاره باندې زمونږه ښپې اونه لړزيږي * کاش چې خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رَبِّ سَلِّم اواز کوي او مونږ پۀ دې زړۀ راښکونکي او اطمينان والا اواز پۀ وجد کښې راشو او پۀ کاميابۍ او کامرانۍ سره مو پۀ پلِ صِراط باندې تيريدل نصيب شي،
مغفرت کا ہوں تجھ سے سُوالی پھیرنا اپنے دَر سے نہ خالی
مجھ گنہگار کی اِلتجاء ہے یا خدا! تجھ سے میری دُعا ہے